انصار: ( د مرغومی ۱۱ مه) د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې د کتابونو ۳ ورځنی نندارتون پرانیستی.
د یادې ادارې رئیس انعام الله سمنګاني ویلي چې له دې نندارتون وروسته د کتابونو د ملي نندارتون د جوړولو پلان لري.
د هغه په وینا، یاد شوی نندارتون د سنو فارما او روشن مخابراتي شرکت په همکارۍ جوړ شوی او کتاب پېرونکو ته تر زرو پورې جایزې په پام کې نیول شوې دي.
د کندهار بهر مېشته اوسیدونکي او لیکوال محمود مرهون بیا په نندارتون کې د غیر طالبو څېرو او خاصتاً لیکوالو پر نه ګډون نیوکې کړي او لیکلي یې دي: « هغه له ادیبانو،ژورنالیستانو او لیکوالو ډک کندهار او داسي بې دویه د کتابو مېله، له وطنه چي عکسونه خپرېږي په ټولو کي اخوند، ملا او قاري سره ناست دي او نور ټول یې عاق کړي او هی کړي. له خلکو سره کلي داسي نه کېږي د جمهوریت او خلګو به فاصله وه مګر دا خو فاصله نه ده سمه دمه مقاطعه او جګړه روانه ده.« له څه مودې راهیسې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د کتابونو ورته نندارتونونه جوړ شوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29343